دېوالونه [Déwaloona] lyrics

Songs   2024-07-07 23:07:57

دېوالونه [Déwaloona] lyrics

مونږ کرلي په عشق کې لاسونه

مونږ کرلي په عشق کې لاسونه

جوړوو د خپل کور دېوالونه

جوړوو د خپل کور دېوالونه

په زخمي لپې کې اوبه راوړو له غره لالونه

په زخمي لپې کې اوبه راوړو له غره لالونه

مونږ کرلي په عشق کې لاسونه

جوړوو د خپل کور دېوالونه

جوړوو د خپل کور دېوالونه

دلته دې څانګې ډکې له ځالو

هومره له مينې ډک دلته زړونه

دلته دې څانګې ډکې له ځالو

هومره له مينې ډک دلته زړونه

مونږ په خپلو ګوتو دې قسمت ستوري تراشلې

مونږ په خپلو مټو جوړوو درې محلونه

مونږ په خپلو ګوتو دې قسمت ستوري تراشلې

مونږ په خپلو مټو جوړوو درې محلونه

مونږ کرلي په عشق کې لاسونه

جوړوو د خپل کور دېوالونه

جوړوو د خپل کور دېوالونه

دلته سيندونه مسته او څپانده

دلته تاو شې د کاڼي رودونه

مونږ په وچو دښتو اړولي دي موجونه

مونږ د غره په څڼو نڅولي نښترونه

مونږ په وچو دښتو اړولي دي موجونه

مونږ د غره په څڼو نڅولي نښترونه

په زخمي لپې کې اوبه راوړو له غره لالونه

مونږ کرلي په عشق کې لاسونه

مونږ کرلي په عشق کې لاسونه

جوړوو د خپل کور دېوالونه

جوړوو د خپل کور دېوالونه

Farhad Darya more
  • country:Afghanistan
  • Languages:Dari, Persian, Pashto
  • Genre:Classical, Dance, Pop
  • Official site:http://www.farhaddarya.info/
  • Wiki:http://en.wikipedia.org/wiki/Farhad_Darya
Farhad Darya Lyrics more
Excellent Songs recommendation
Popular Songs
Artists
Songs