اينجلۍ [Injelie] lyrics

Songs   2024-07-05 02:41:46

اينجلۍ [Injelie] lyrics

بېګا دلته راغلې وه ډيوې سره اينجلۍ

بېګاه دلته راغلې وه ډيوې سره اينجلۍ

اسمان نه پرېوتلې وه ډيوې سره اينجلۍ

اسمان نه پرېوتلې وه ډيوې سره اينجلۍ

د سپين قميص ګلان يې د مظلومو ويني څاڅکي

ملنګه وه، سپيڅلې وه، ډيوې سره اينجلۍ

ملنګه وه، سپيڅلې وه، ډيوې سره اينجلۍ

په کلي کې نن باد د اسافيل شپېلۍ وهله

بېګا کوم چا ويشتلې وه، ډيوې سره اينجلۍ

بېګا کوم چا ويشتلې وه، ډيوې سره اينجلۍ

بېګاه دلته راغلې وه ډيوې سره اينجلۍ

اسمان نه پرېوتلې وه ډيوې سره اينجلۍ

اسمان نه پرېوتلې وه ډيوې سره اينجلۍ

...

يو روڼ ستوری را پرېوت، خلکو وليد له ورايه

خلکو وليده له ورايه

يو روڼ ستوری را پرېوت، خلکو وليد له ورايه

همدغلته لوېدلې وه ډيوې سره اينجلۍ

اسمان نه پرېوتلې وه ډيوې سره اينجلۍ

د کلي ملنګانو تر سبا هو الله هو کړ

تر سبا هو الله هو کړ

د قدر شپه بللې وه ډيوې سره اينجلۍ

اسمان نه پرېوتلې وه ډيوې سره

اسمان نه پرېوتلې وه ډيوې سره اينجلۍ

بېګا دلته راغلې وه ډيوې سره اينجلۍ

بېګا دلته راغلې وه ډيوې سره اينجلۍ

اسمان نه پرېوتلې وه ډيوې سره اينجلۍ

اسمان نه پرېوتلې وه ډيوې سره اينجلۍ

Farhad Darya more
  • country:Afghanistan
  • Languages:Dari, Persian, Pashto
  • Genre:Classical, Dance, Pop
  • Official site:http://www.farhaddarya.info/
  • Wiki:http://en.wikipedia.org/wiki/Farhad_Darya
Farhad Darya Lyrics more
Excellent Songs recommendation
Popular Songs
Artists
Songs